تازه خبرونه
په جنګ ځپلو سیمو کې د ښځو وضعیت مخ په خرابیدو دی- څېړنه
د نړیوالې ژغورنې جرګه ګۍ څېړنه ښیي، چې له تېرو ۲۵ کلونو راپدیخوا ښځو او نجونو د جنسیتي مساواتو له مخې نړیوال پرمختګ ندی کړی.
د څېړنې له مخې؛ پر نړیوالو لاسته راوړنو سربیره، په جنګ ځپلیو سیمو کې ښوونځیو ته تګ، سواد زدکړې، د زیږون سندونو ته لاسرسی او دې ته ورته له نورو برخو هم ښځې او انجونې له خراب حالت سره مخ شوې دي.
دغه څېړنه په ۱۰ هېوادونو؛ افغانستان، کولمبیا، د کانګو جمهوریت، ایتوپیا، عراق، میانمار، نایجیریا، پاکستان، تایلیند، یوګاندا، کډوالې کورنۍ او بې ځایه شويو خلکو کې جنسیتي مساوات تر څېړنې لاندې نیول شوي دي.
د څېړنې موندنې ښیي، چې له ۱۹۹۵ زېږدیز کال راپدیخوا ۴۴ سلنه کډوالي لوړه شوې، چې تر ۲۰۱۹ پورې له ۲۶ میلیون ډېر راجستر شوي دي.
په ۱۰ څېړل شویو هېوادونو کې افغانستان ۲.۷ میلیونه بې ځایه شوي لري، چې د داخلي بې ځایه شویو خلکو په سلو کې ۳۵۰ ډېروالي ښیي.
په ځینو برخو کې، د میرمنو او نجونو لاسته راوړنې خورا هڅونکې وې او له تېرو ۲۵ کلونو راپدیخوا په نړۍ کې د میندو مړینه ۳۸ سلنه راکمه شوې ( په ۲۰۱۷ کال کې په ۱۰۰۰۰ ژوندیو زیږونونو کې ۲۱۱ مړینې) وې.
افغانستان، ایتوپیا او پاکستان د میندو په مړینه کې ۵۰ سلنه کموالی ښیي.
د څېړنې له مخې؛ که څه هم په نړۍ کې لومړنيو او ثانوي ښوونځیو ته تګ ۱۱ سلنه ډېر شوی، د افغانستان په څېر هېوادونه هیڅکله هم له نړیوالو معیارونو سره برابر ندي.
پداسې حال کې، چې د ۱۹۹۵ کال را پدیخوا د نارینه وو پر پرتله د میرمنو د سواد کچه لوړه شوې (په ترتیب سره ۱۸ سلنه د ۸ په پرتله ) میانمار د وخت له تېریدو سره د ښځینه وو دسواد کچه کمه کړې او له پرمختګ سره سره عراق، یوګانډا، نایجیریا، پاکستان، ایتوپیا او افغانستان د نړۍ له احصائیو سره د پرتلنې وړ ندي.
دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان د کورني تاوتریخوالي ۴۶، ایتوپیا ۴۰ او د کانګو جمهوریت ۳۷ په سلو کې لوړوالی ښیي.