سیمه ییز خبرونه
د سرپل په سيلابونو كې ۱۵ تنه مړه او لس نور ټپيان دي
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
په دغه ولايت كې چارواكي وايي، شپږ زره كورونه د سيلاب له كبله وران شوي او ښايي د مرگ و ژوبلې او زيانونو كچه له دې هم لوړه شي.
د سرپل چارواكو آريانا نيوز ته وويل، دا سيلابونه په سوزمه قلعه، صياد او گوسفندي ولسواليو او مركز كې را غلي دي.
د سرپل والي عبدالجبار حقبين وايي:
د ژغورنې او سروې اووه ډلې سيل ځپليو سيمو ته ليږل شوې دي.
ښاغلى حقبين زياتوي، تر اوسه له سيلاب ځپلو خلكو سره هيڅ مرسته نه ده شوې.
نوموړي له دولت او خيريه بنسټونو وغوښتل، چې له خلكو سره بېړنۍ مرستې وكړي.
په دغه ولايت كې سيلاب ځپلو خلكو هم له دولت او خيريه بنسټونو څخه غوښتي، چې بېړنۍ مرستې وكړي.
تېركال هم د دغه ولايت په سانچارك ولسوالۍ او مركز كې سيلابونو له سل ډېو كسان مړه كړي او سلگونه كورونه او زرگونه جريبه كرنيزې ځمكې يې وړې دي.