سیمه ییز خبرونه
په جوزجان كې د قرقل پسونو د ساتنې كچه شپږ برابره لوړه شوې ده
د جوزجان د كرنې اداره واييمك
د قرقل پسونو د روزنې كچه د تېرو څو كلونو په پرتله لوړه شوې ده .
د جوزجان د كرنې رياست د مالدارۍ خدمتونو او حيوانې روغتيا آمر عبدالاحمد وايي:
لس كاله مخكې د قرقل ۵۰ پسونه تر روزنې لاندې ونيول شول، چې اوس يې شمېر ۳۷۳ زره ته رسيږي.
هغه زياتوي، د دې پروژې موخه د قرقل پسونو د نسل راژوندي كول دي، چې مالداران ورته پراختيا وركړي.
د دغه رياست د قرقل نسل د تربيې مدير ندا محمد وايي:
د دغو پسونو د روزنې او څرولو لپاره له ۶۰۰ جريبه ډېره ځمكه ځانگړې شوې ده .
د جوزجان د كرنې رياست د وترنرۍ مدير داكتر عبدالكريم وايي:
هغه پسونه، چې تر روزنې لاندې دي په منظم ډول د وترنرانو له خوا كتل كيږي.
د جوزجان د كرنې رياست مسوولين وايي، په دغه ولايت كې له يو ميليون ډېر څاروي شته، چې له ۳۰۰ زره ډېر يې د قرقل پسونه دي.