سیمه ییز خبرونه

په جوزجان كې له وسله والو مخالفينو سره په نښته كې ۲۳ وسله وال وژل شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د جوزجان مرستيال والي وايي، چې:

دا نښته په درزآب ولسوالۍ كې رامنځته شوې او ملكي خلكو ته په كې زيان نه دى رسيدلى.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

درزآب او قوش تپه د جوزجان دوې نا امنه ولسوالۍ دي چې په تازه نښته كې په كې ۲۳ وسله وال طالبان او يو پوليس وژل شوي دي.

دا په داسې حال كې ده، چې څو ورځې مخكې د دغه ولايت چارواكو په هغه سيمه كې د امنيتي وضعيت د ښه والي خبر وركړى و.

د جوزجان مرستيال والي فقيرمحمد جوزجاني وايي:

د وسله والو مخالفينو او پوليسو ترمنځ نښتې اووه ساعته دوام وكړ، چې وروسته  مرستندوى ځواكونه  ور واستول شول او د بهرنيو ځواكونو له خوا يې هوايي ملاتړ وشو.

د جوزجان والي وايي:

په دې نښته كې ملكي خلكو ته هيڅ زيان نه دى رسيدلى، خو په وسله والو مخالفينو يو دروند گوزار گڼي ، خو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Trending

Exit mobile version