بلخ @ps
په جوزجان كې پېنځه زره كروند گرو ته د غنمو اصلاح شوى تخم ووېشل شو
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
يو شمېر نور بزگر د كرنې رياست د دې كار هركلى كوي.
د جوزجان د كرنې رييس عبدالرشيد وايي، وېشل شوى تخم ښه كيفيت لري او كه بزگرد دې تخم په كرلو كې د كرنې رياست سپارښتنې په پام كې ونيسي؛ نو ښه حاصل به وركړي.
هغه زیاتوي، په دې تخم كې هيڅ نباتې ناروغي نشته .
په جوزجان كې له ۲۴۰۰۰۰هكتارو ډېره ځمكه شته؛ خو بزگرد اوبو د نشتوالي له کبله يوازې پر څلويښت زره هكتاره اوبيدونكې كرونده او په شل زره هكتاره للمي ځمكه كرونده كوي.