سوداگري
په جوزجان ولایت کې د سمنټو د تولیدي کارخونې د جوړېدا تړون لاسلیک شو
د دې هوکړې له مخې؛ ۷ ترکي شرکت به پدې کارخونه ۱۶۳ میلیون ډالر پانګونه کوي.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیالۍ د خپرې شوې خبرپانې له مخې؛ نن( سېشنبه د لړم اتمه ) د جوزجان ولایت په یتیم تاق سیمه کې له ۷۷ترکي شرکت سره د سيمنټو تولیدي کارخونې د جوړولو هوکړه لیک لاسلیک شو.
د دې هوکړې له مخې؛ ۷ ترکي شرکت به پدې کارخونه ۱۶۳ میلیون ډالر پانګونه کوي.
په دې مراسمو کې د ترکیې سفیر جنګ اونال دغه پروژه اړینه یاده کړې او وایي، خوښ دی، چې ترکي پانګوال په افغانستان کې پانګونه کوي.
هغه زیاته کړې؛ په افغانستان کې د دې پروژې پیل نورو ترکي شرکتونو ته د پانګونې یو ښه زیری دی.
د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیالۍ په څرګندونو کې دا هم راغلي؛ ترکي شرکت د سيمنټو د اکتشاف، استخراج، تولید او ټولنیزو خدماتو په برخو کې پانګونه کوي.
د یتیم تاق د سیمنټو کارخونه به له بشپړېدو وروسته پر ورځنۍ کچه ۳زره ټنه سیمنټو د تولید ترڅنګ ۱۲۰۰ کسانو ته هم د کار زمینه برابره کړي.
د یادونې ده، چې د کانونو او پټرولیم وزارت د سېمنټو په برخه کې د هېواد ځانبسیاینې لپاره له دې پروژې مخکې د شاوخوا ۴۷۶ میلیون ډالرو پر ارزښت د جبل السراج، کندهار او هرات سېمنټو پروژو قراردادونه له یو شمېر کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره لاسلیک کړي دي.