سیمه ییز خبرونه
په جوزجان ولایت کې وسلوالو مخالفینو دوه تنه له محاکمې وروسته وژلي دي
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د جوزجان ولایت امنیتي چارواکي وايي، وسلوالو مخالفینو په دې ولایت کې دوه تنه لومړی محاکمه کړي او بیا یې وژلي دي
د جوزجان ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالمنان روفي وایي:
دغه پېښه د دې ولایت په آقچه ولسوالۍ کې رامنځته شوې، چې یو یې د بلخ ولسوالۍ اوسیدونکی و او بل پېژندل شوی نه دی.
په دې وروستیو کې د اړوند ولسوالۍ خلک د وسلوالو مخالفینو له مخ په ډېریدونکیو هڅو ډېر اندېښمن شوي دي.