لوبی

په جې یو؛ سیالیو کې بریالي افغان ټکوانډو لوبډله وستایل شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲۰, ۱۴۰۰)

د افغانستان المپيک ملي کمېټې څرګنده کړې؛ افغان ټکوانډو کاران په غازي امان الله خان تالار کې وستایل شول.

د افغانستان تکواندو لوبډله، چې د جي – یو نړیوالو سیالیو لپاره پاکستان ته تللې وه؛ نن پنجشنبه هېواد ته د یو شمېر بریاو سره هېواد ته راستنه شوه.

د تکواندو دغه سیالۍ د ۱۷ هېوادونو ترمنځ، چې ۳۶ لوبډلو او ۴۲۲ لوبغاړیو په کې ګډون درلود ترسره شوې ده او افغانستان ترې ۷ مډالونو هېواد ته راوړل او څلورم مقام یې خپل کړ.

په دې سیاليو کې مرتضی صالح ۴ پاکستانيو، یو مصري او یو البانیايي سیالان مات کړل او د سرو زرو مډال یې وګاټه.

دغه راز محمد اشرف شکران، رامش حسیني او حکمت الله زین د سپينو زرو مډالونه وګټل.

سربېره پر دوی جواد ځاځي، عاطف الله یعقوبي او شهزاد خاکسار د برونزو پر مډالونو ویاړل شوي دي.

د یادونې ده، چې د ا.ا.ا له بیا واکمنېدو وروسته دا لومړني طلايي مډال دی، چې د ورزش په برخه کې ګټل کېږي.

Trending

Exit mobile version