تازه خبرونه
په حکومتي ادارو کې د ښځو اوسنۍ ونډه د منلو وړ نه ده – د ښځو د حقونو فعالانې
د ښځو د حقونو فعالانې وایي، د ملي یووالي حکومت باید په ټولنه کې د ښځو د رول د پراختیا لپاره هڅې وکړي.
دوی وایي، په حکومتي ادارو کې د ښځو اوسنۍ ونډه د منلو وړ نه ده.
د ښځو چارو وزارت هم دغه غوښتنې پر ځای بولي او وایي، حکومت کې باید د ښځو حضور پراخ شي.
نن په کابل کې یوشمیر مدنې فعالان راټول شوي وو او د مارچ د اتمې یا د ښځو د نړیوالې ورځې په ویاړ یو لړ غوښتنې او وړاندیزونه لري.
دوي وایی، په تیرو ۱۳ کلونو کې د ښځو لپاره چې کوم کارونه شوي هغه سمبولیکه بڼه لري.
د دوی په وینا کومې پروژې چې د ښځو په نوم ورکړل شوي؛ هغه په بنسټیزو کارونو نه دي لګول شوي.
خو د ښځو چارو وزارت وايي ، په تیرو ۱۳ کالو کې ښځو د ستونزو سره سره پرمختګونه هم کړي.
د دغه وزارت مسولین وایي، د پرمختګونو تر څنګ ستونزې هم شته چې حل لارې باید ورته پیدا شي.
ولسمشر غني د تېرې پنجشنبې په ورځ د ښځو د نړیوالې ورځې په ویاړ یوې جوړې شوې غونډې ته ویلي و چې حکومت یې ژمن دی چې د ښځو په برخه کې د تېرو ۱۳ کلونو لاسته راوړنې خوندي او پیاوړې کړي.