تازه خبرونه

په حکومت کې اختلافات د نظام د پاشل کېدو شونتیا زیاتوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ځینې سیاسي کارپوهان وایي، که د حکومت خپل منځې اختلافات همداسې دوام وکړي، د پاشلو شونتیا یې شته.

دوی وایي، په بیلابېلو مواردو کې د ملي یووالي د حکومت د مشرانو تر منځ سخت اختلافات د دې سبب شوي چې خلک د حکومت له کړنو ناراضه شي.

د پوهنتون استاد او سیاسی کارپوه نصرالله په دې باور دی چې د ملي یووالي حکومت د قانون په بنسټ نه دی جوړ شوی، نو ځکه د هرې ورځې په تېرېدو سره د نظر اختلافات زیاتیږي.

د ښاغلي ستانکزي په وینا، د ملي یووالي د حکومت د جوړېدو له پیله تر اوسه، د دغه حکومت مشران په بیلابیلو مواردو کې د نظر اختلاف لري او دا مساله د دې سبب شوې چې تر اوسه کابینه بشپړه نه شي او د ټاکنیزو اصلاحاتو کمیسیون هم په کار پیل ونه کړي.

په نظریاتو کې د همدې اختلافاتو له کبله په وروستیو کې دفاع وزارت ته د ولسمشر له خوا نومول شوی افضل لودین له دغه پست انصراف وکړ او د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون رییسه هم له خپل مقام ګوښه کړای شوې ده.

د همدې اختلافاتو د دوام په لړ کې اجراییه رییس عبدالله عبدالله ویلي چې اجراییه ریاست تشریفاتي پست نه دی او نه د چا ډالۍ ده او وایي، دغه بنسټ واک لري.

د ولسي جرګې غړی بشیر احمد تینج ټینګار کوي چې همدا اختلافات د دې سبب شوي چې د خلکو د ژوند د بدلولو لپاره هیڅ کار ونه شي.

کارپوهان خبرداری ورکوي چې د دغه وضیعت دوام، د هېواد او د ملي یووالي د حکومت د مشرانو حیثیت ته زیان رسوي او زیان یې خلکو ته رسیږي.

خو له ډې ټول سره سره ولسمشرۍ ماڼۍ او اجراییه ریاست بیا په حکومتداري کې دغه اختلافات یوه عادي مساله بولي.

Trending

Exit mobile version