تازه خبرونه

په حکومت کې د ګمرک میلیونونه عواید هر کال بې ځایه ځي

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۱۶, ۱۳۹۹)

د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ څرګنده کړې؛ په ګمرکونو کې پر فساد ککړ کسان، سیمه ییز زورواکي او حکومتي څېرې دي، چې د ګمرک عواید بې ځایه لګوي.

د  هرات ولایتي شورا غړي غلام هاشم ویلي، لس باروړنکي موتر په یوه نمبر پلیټ له محصول پرته بهر وځي او هره ورځ له سلګونه تېل ټانکرو او اضافه بار ټولګو محصول نه اخیستل کیږي.

د اسلام کلا ګمرک چارسمبالی مصطفی حکیمي تائیدوي، چې د سوداګریزو مالونو محصول د زورواکو د لاسوهنو له کبله نه اخیستل کیږي او کارونه د زور او ګواښ له مخې پر کارکوونکیو تر سره کیږي. ان یو شمېر کارمندان د بشري سرچینو د مدیر په ګډون ډبول شوي هم دي.

د هرات والي احمد وحید قتالي څرګنده کړې؛ د یوې سوداګریزې ټولګې له درې میلیون محصول یوازې ۳۰ زره افغانۍ ورکول کیږي. ان له ټګۍ برګۍ کار اخلي؛ اضافه بار، ناقانونه مالونه او بدل جنس تېرول یې ښکاره خبره ده.

د افغانستان د ګمرکونو په تړاو د افغانستان روڼتیا څار څېړونکي ناصر تیموري په ډاګه کوي، چې هر کال د زورواکو، په فساد کې د ککړو سیمه ییزو او مرکزي چارواکو په لاسوهنهپه میلیونونو ډالر ځانګړیو جېبونو ته ځي او له هوسونو ځاریږي.

دغه بنسټ زیاته کړې، چې په ګمرکونو کې له رڼښت او سیالۍ پرته ګمارنو دا جوړښت فاسد کړی دی.

 مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي که څه هم په ګمرکونو کې فساد تائیدوي؛ خو د فساد پر پوره څېړنې ټينګار هم د یادونې وړ بولي او وایي: مونږ له شک پرته منو، چې فساد شته؛ خو مونږ د والیانو د موندنو په تمه یو، چې د کومې څېړنې له مخې یې دا معلومات تر لاسه کړي دي.

د اداري سمونونو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون ویاند فرید احمد حقمل ویلي؛ تر دې دمه ټولې ګومانې او ټاکنې مالیې وزارت تر سره کړي او په دې کې د اصلاحاتو خپلواکې ادارې ته هیڅ واک ندي ورکړشوی؛ خو ټاکل شوې، چې د ولسمشر په سپارښتنه د ګمرکونو ټولې څوکۍ د آزادې سیالۍ له لارې د ګومارنې لپاره وړاندې شي.              

د مالیې وزارت په ډاګه کړې؛ په ګمرکونو کې یې سکنرونه ایښي، چې د فساد مخنیوی پرې شوی او په ځینو ګمرکونو کې د فساد لپاره سکنرونه غیر فعال ساتل شوي دي.

Trending

Exit mobile version