تازه خبرونه

په ختيځ كې ديني علما له ښكېلو خواوو د سولې كولو غوښتنه وكړه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ختیځې سیمې د یني علماوو خپلواکې ټولنې تېره ورځ د جلال اباد ښار په سپین جومات کې د یوې غونډې پر مهال په دولت او د دولت په وسله والو مخالفینو غږ وکړ، چې نور دې خپلمنځۍ جگړې پای ته ورسوي او د سولې پر ټغر دې سره راټول شي.

یو شمېر علماوو ويلي دي، چې له دې وړاندې د دولت په چوکاټ د سولې عالي شورا هم جوړه شوې؛ خو څومره چې ترې تمه كيده هومره يې څه نه دي کړي.

دوى په افغانستان کې د سولې نه راتگ د بهرنیانو شتون او د ملکي خلکو وژنه په گوټه کړه.

په دې غونډه کې یو شمېر نورو دیني علماوو پخپل وار خبرې وکړې او د اسلام له نظره يې د سولې اهمیت روښآنه کړ.

دوى له دولت او طالبانو غوښتنه وكړه، چې د یوه او بل سالمو وړاندیزونو ته دې غاړه کیدي، چې د سولې هڅې بريالۍ شي.

په افغانستان کې دیني علماوو خپلواکې ټولنې د معلوماتو له مخې، له دې وړاندې هم یو شمېر نورو علماوو د هېواد په ځينو ولایتونو کې ورته غونډې جوړې کړې وې او په افغانستان کې يې د سولې راتګ لپاره په ښکېلو خواوو د یوالي غږ کړی و.

Trending

Exit mobile version