تازه خبرونه
په ختیځ کې له پاکستان سره د جګړې د تیارۍ سپارښتنه شوې
د قومونو او سرحداتو وزیر د ختیځو سیمو اوسیدونکیو ته له پاکستان سره، جګړې ته د تیارۍ سپارښتنه کړې.
د ختیځ له بېلابېلو سیمو څخه یو شمېر خلک د افغان ځواکونو په ملاتړ راټول شوي او وايي روانه جګړه د پاکستان د ګټو له پاره ده.
دیني عالم عبدالظاهر حقاني وایي، علما حاضر دي، چې د امنیتي سرتېرو ترڅنګ د پاکستان پرضد وجنګیږي.
د دیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستانیو پوځیانو تازه تحرکاتو خلك سخت په غصه کړي.
د سرحدونو قومونو او قبايلو وزير، چې ولسمشر د حالاتو د څیړلو له پاره ننګرهار ته را استولی وايي، پاکستان د ټولو نړیوالو قوانیو خلاف د کرښې په اږدو کې تحرکات کوي، چې افغان ځواکونو ته یې د مخنیوي امرشوی.
ښاغلي منګل د ختیځې سیمې اوسیدونکیو ته له پاکستان سره د جګړې د تیارۍ سپارښتنه وکړه او زیاته یې کړه؛ پاکستان هره ورځ د افغانانو د نابودۍ له پاره خپلې هڅې زیاتوي، خو افغان حکومت سږکال ډېر پام د جګړې پرګټلو ورټول کړی.
د ننګرهار ولایتي شورا منشي ذبیح الله زمری وايي، پاکستان د طالب ترڅنګ په ننګرهارکې داعش هم اکمالوي او د کرښې په اوږدو کې مخامخ پرافغان سرتېرو بریدونه کوي؛ خو مخنیوی یې په حکومت کې له ښې همغږۍ اوښې رهبرۍ پرته نه کیږي.
د ننګرهار والي سلیم خان کندوزی وايي، د وطن ساتنې په برخه کې هرډول قربانۍ ته چمتو دي؛ خو ګټه د ولس له ملاتړه پرته نا شونې ده.
د غونډې ګډونوالو له مرکزي حکومت څخه په ننګرهار کې د سرتېرو د تشکیل د زیاتولي غوښتنه وکړه او ترڅنګ یې له ولسمشره وغوښتل، چې نورد پاکستان پر ژمنو باور ونه کړي او د حالاتو د کابولو کولو له پاره پر بدیلې لارې کار وکړي.
په هېواد کې وروستیو پېښو حکومتي چارواکي همغږي کړل، چې جنګ په وسله نه، بلکې په روحیه ګټل کیږي.
خبریال: رحمت الله زیارمل