سیمه ییز خبرونه
په خصوصي رسنيو كې د دندې مقرره بشپړ شوه
د افغانستان په رسنيو كې د خبريالانو د كارمقرره به په نږدې راتلونكي كې د عدليې وزارت د تقنين رياست له خوا وزيرانو شورا ته واستول شي.
د افغانستان د رسنيو د همغږۍ په ډله كې د رسنيو د ملاتړو بنسټونو يو شمېرمسوولين وايي:
په ځينو وختو كې د ادارو او كارمندانو ترمنځ د كار تړونونه غيرمنصفانه وي.
دوى وايي:
دا مقرره به په رسنيو كې د كار شرايط ښه او خبريالان به له خپل كاري مصونيت څخه ډاډمن شي.
د اطلاعاتو اوفرهنگ وزارت وايي:
په دې مقرره كې د دواړو لوريو د سرغړونو د مخنيوي په موخه جدي ميكانيزم په پام كې نيول شوى دى.
د آريانا راډيو- ټلويزيون خبريال عبدالوكيل نايبي وايي:
د افغانستان د رسنيو د همغږۍ ډلې له خبريالانو سره په رسنيو كې د خبريالانو د استخدام مسئله څېړلې ده.
د نۍ موسسې د رسنيو د څار مسوول صديق الله توحيدي وايي:
د خبريالانو لپاره د اسانتياوو د برابرولو او د هغوى د اندېښنو د ليرې كولو په خاطر يوه مقرره جوړه شوې، چې د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت له لارې به د وزيرانو شورى ته واستول شي.
احسان الله آرينزى د سويلي آسيا د آزادو خبريالانو د ټولنې اجرائيوي غړى وايي:
په دغه مقرره كې د خبريالانو د تقاعد، كاري خونديتوب، له قانوني رخصتيو گټه ا خيستنه او له كوم دليل پرته له خبريالانو څخه د كار اخيستلو د مخنيوي مسئلې ځاى پرځاى شوې دي.
د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت نشراتي مرستيال دين محمد مبارز راشدي وايي، چې:
د خبريالانو د چارو د سمون او اسانتياوو لپاره د قانون د تصويب زيات فرصتونه له لاسه وتلي، خو په اوسنۍ مقرره كې د رسنيو په چارو كې د سرغړونې مسئلې ته جدي كتنه شوې ده.
په خصوصي رسنيو كې د دندې اخيستو مقرره په داسې حال كې جوړه شوې، چې په افغانستان كې د غږيزو، تصويري او چاپي رسنيو شمېر مخ په زياتېدو دى او يو زيات شمېر كسان په دغو رسنيو كې په دنده بوخت دي.
مسوولين وايي، چې د دغې مقررې له تصويب سره به د خبريالانو اندېښنې تر يوه بريده لږ شي.