سیمه ییز خبرونه

په خصوصي موسساتو كې د فيس لوړوالي يو شمېر زده كوونكي له زده كړو بې برخې كړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

هغه شمېر زده كوونكي، چې  په خصوصي موسساتو كې د لوړ فيس وركولو وس نه لري؛ له لوړو زده كړو بې برخې كيږي.

دغه راز هغه شمېر زده كوونكي، چې په دغو موسساتو كې په زده كړو اخته دي پر لوړ فيس سربېره په دې بنسټونو كې د زده كړو د معياري سيستم له نشتوالي هم اندېښمن شوي دي.

د افغانستان د لوړو زده كړو وزارت د زده كوونكيو ادعا مني، خو د فيس پر لږولو او معياري زده كړو ټينگار كوي.

كه څه هم د لوړو زده كړو خصوصي موسسو لسگونه كانكور ځپليو ته د زده كړو اسانتياوې رامنځته كړي، خو ټول هغه زده كوونكي، چې له كانكوازموينې پاتې كيږي په دې موسساتو كې زده كړې ترسره كولى نه شي.

د فيس پر لوړوالي سربېره د اضافي فيس تر لاسه كول هغه لاملونه دي، چې زده كوونكي يې د زده كړو له بشپړولو بې برخې كړي دي.

د خصوصي زده كړو د موسسو يو شمېر چارواكي د لوړ فيس تر لاسه كول مني، خو د دولت لخوا د ودانيو جوړولو لپاره د ځمكو او نورو امكاناتو نه برابرول يې ستر لامل بولي.

د افغانستان په لوړو زده كړو وزارت كې د خصوصي لوړو زده كړو رييس مسعود ترشتوال ځينې ستونزې مني او وايي:

له زده كوونكيو څخه د بېلابېلو فيسونو پر تر لاسه كولو سربېره د ځينو موسساتو زده كړې هم معياري نه دي.

سره له دې هم دغه وزارت هڅه كوي، چې په راتلونكي كال كې د دولتي پوهنتونونو او د دغو موسساتو كانكور ازموينې  يوځاى تر سره شي.

ترشتوال په ډاگه كړه، چې:

د فيس ټيټولو لپاره به پردغو موسساتو ماليه او د برېښنا لگښتونه راټيټ كړو او هڅه به وكړو ، چې د ودانيو د جوړولو لپاره ورته ځمكې ووېشل شي.

د لوړو زده كړو وزارت گواښ كړى، چې كه خصوصي موسسې د وزارت له مقرراتو سرغړونه وكړي نه يوازې به ترې جوازونه واخيستل شي، بلكې د قانون منگولو ته به هم وسپارل شي.

Trending

Exit mobile version