سیمه ییز خبرونه
په خوست كې د حقاني شبكې ۱۲ تنه ونيول شول
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
ملي امنيت په خوست كې دولس داسې كسان نيولي، چې غوښتل يې د ټاكڼو په ورځ گډوډي جوړه كړي.
د خوست ولايت مقام مطبوعاتي مسوول مبارز محمد ځدراڼ د نيول شويو كسانو او توكو د ښودلو پرمهال وويل، چې نيول شوي کسان له وزيرستان څخه راغلي ول او غوښتل يې، چې د ټاکنو په مركزونو او د نوماندانو پر کمپاينونو وسله وال بريدونه وکړي.
ده زيادته كړه، چې د ټاكنو په رانږدې کيدو وسله وال هڅه کوي، چې په خوست کې دغه ملي بهير گډوډه كړي.
نوموړي په ډاگه كړه، چې د خوست په بېلابېلو سيموكې ډاډمن امنيت نيول شوى دى .
په همدې ډول د خوست امنيتي پوليسو هم د يو شمېر ماينونو او چاوديدونكيو توكو د نيولو خبر وركړى.
د سرچينې په وينا، له دغوكسانو وسلې، چاوديدونكي توكي، مهمات او ځانمرگى واسكت هم ترلاسه شوي دي.