تازه خبرونه

په خوست كې د درول شوې ديموګرافيکې سروې د بیا پيلیدو غوښتنه شوې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په  خوست كې مدني فعالانو او قومي مشرانو  په يوه اعتراضيه غونډه کې پر دولت غږ کړی، چې که په دې ولايت کې درول شوې ديموګرافيکه سروې له سره پيل نه کړي، له سخت ولسي غبرګون سره به مخ شي.

د دې غونډې ګډونوال او مدني فعال نصير احمد روښان وایي؛ دغه سروې، چې دوه مياشتې وړاندې پيل شوې وه، تېره اوونۍ د مرکزي احصائيې دفتر په امر د ځينو شخصي ملاحظاتو له کبله درول شوې ده.

هغه زیاتوي،د مرکزي احصائيې دفتر د سروې د دریدو عمده لامل امنيتي ستونزې ښودلي دي؛ خو په خوست کې د امنيت له پلوه هيڅ ډول ستونزه نشته.

د نوموړي په وینا؛ هیچاته به اجازه ورنکړ شي، چې د خلکو پر حقه حقوقو ملنډې ووهل شي.

قومي مشرعزيز الله ځلاند په ډاګه وویل، چې د خوست خلک له ډاډمن امنیت برخمن دی؛ نه یوازې خپلې ستونزې حلولی شي، بلکې د مرکز د ستونزو حلولو ته هم وردانګلی شي.   

د خوست والي حکم خان حبيبي  هم  وايي،د سروې مسوولينو امنيتي ګواښونه د دليل په ډول رامخکې کړي؛ خو  په خوست کې امنيت د هېواد د بلې هرې سيمې په پرتله ډاډمن دی.

هغه وايي،چې په خوست کې د امنيت له پلوه هيڅ ستونزه نشته او هر ډول پرمختيايي کارونو ته زمينه برابره ده.

نوموړی زیاتوي؛ زه مرکزي حکومت او اړوند ادارې ته ډاډ ورکوم، هیڅ راز ګواښ په دې اړه نشته او د نورو ولایتونو په پرتله دا ولایت د اړوند دیموګرافیکي سروي د تر سره کولو لپاره له ښو شرایطو برخمن شوی دی.

خوست ولایت یو له هغو ولایتونو څخه دی، چې په تېره یوه لسیزه کې یې ټول ټولیز بنسټونه زیانمن شوي او خلک یې پرمختیایي او انکشافي کارونو ته اړ دي.

خبریال: فرید الله ظاهر 

Trending

Exit mobile version