سیمه ییز خبرونه
په خوست كې د روږدو كسانو د درملنې شل بستريز روغتون جوړشو
په خوست كې پر نشه يي توكو د روږدو كسانو د درملنې لپاره د شل بستريز روغتون نوې ودانۍ جوړه او گټې اخيستو ته وسپارل شوه.
دغه روغتون د خوست ښار د لوديځ لوري اداري كمپلېكس ته څېرمه جوړ او د جمعې په ورځ(د وږي ۸) يې د پرانستې په مراسموكې د خوست والي عبدالجبارنعيمي وويل، چې:
دغه روغتون به ټولنې ته غوره خدمتونه وړاندې او په ښه توگه به د روږدو کسانو درملنه كوي.
ده له ديني عالمانو، مشرانو او رسنيو وغوښتل، چې د نشه يي توکو د استعمال، توليد او قاچاق په اړه د ټولنيز او اسلامي مسووليت له مخې د خلکو ذهنونه روښانه کړي.
په خوست كې د نشه يي توكو پرضد د مبارزې رييس ميرناگل تڼيوال وايي، چې:
كه څه هم دلته د کوکنارو کښت صفردى، خو بيا هم د بېلابېلو لاملونو له مخې روږدي كسان شته او اړتيا ده، چې د درملنې لپاره يې مجهز روغتون وي.
ده زياته كړه، چې دغه روغتون په شپږ جريبه ځمکه كې جوړ او د نرينه او ښځينه وو د درملنې ځانگړې څانگې، لابراتوارونه او نورې ټولې آسانتياوې لري.
په غونډه كې ميرمنو د ټولنې له هرفرد څخه وغوښتل، چې د نشه يي توکو د مخنيوي لپاره گډه مبازره وکړي او ځان، کورنۍ او چاپېريال ترې پاک وساتي؛ ځكه د عام ولس انداېښنه دا ده، چې اوس هم د خوست په هره سيمه كې په لسگونه نوي ځوانان د نشه يي توكو كارولو ته مخه كوي او لامل يې هم بي كاري او په ټولنه كې د گڼو نشه يانو شتون او هم په آسانۍ د نشه يي توكو تر لاسه كيدل په گوته كيږي.
دوى له دولت گيله لري، چې نه يوازې د شرابو او نورو الكولي مشروباتو مخنيوى نه كوي، بلكې د دولت يو شمېر لوړ پوړي مسوولين يې هم كار وي. ښه ثبوت يې د ماليې وزيرهغه تورونه دي، چې د ولسي جرگې پر ځينو وكيلانو يې لگولى دي.
پر دې پروژې، چې دولس ميليون او يو سلو ديارلس زره افغانۍ لگېدلي، د نشه يي توكو په وړاندې د مبارزې وزارت له خوا وركړشوي دي.