1393ټاكنې
په خوست كې د نوماند داكترعبدالله عبدالله په ملاتړ غونډه وشوه
په خوست كې د ولسمشرۍ لپاره د كانديد داكترعبدالله عبدالله په ملاتړ غونډه وشوه، چې د نوموړي د كمپاين دفترپه هلوځلو جوړه شوې وه.
په دې غونډه كې د سيمې گڼو قومي مشرانو او ځوانانو گډون كړى او وايي، چې عبدالله عبدالله د اوسنيو ستونزو د حل وړتيا لري.
په خوست كې د ملي ايتلاف دفتر د ځوانانو مدير يوسف جان فضلي وايي:
دا د سيمې خلكو او د داكترعبدالله د مينه والو غوښتنه وه، چې پلاوي يې راټول او په يوه خوله يې ترې خپل ملاتړ وكړ.
په خوست كې د داكتر عبدالله عبدالله د كمپاين مشر داكتر ابراهيم مشفق ژمنه وركړه، چې د برياليتوب په صورت كې به دا نوماند د خوست د خلكو موجوده ستونزې حل كړي.
همدان شان د سيمې ځوانانو هم په خپل وار د هغو پلانونو يادونه وكړه، چې داكترعبدالله يې د هېواد او په ځانگړي توگه د خوست لپاره لري.
دا غونډه د خوست ښارجنوب ختيځ ته د فارم باغ په غرنۍ سيمه كې جوړه شوې وه، چې شمالي وزيرستان ته نږدې پرته ده.