تازه خبرونه
په خوست كې د ټپي شوي سرتېري پېښه دې وڅېړل شي
په ولسي جرگه كې د خوست د خلكو استازى او د ولسي جرگې د دفاعي كميسيون مشر همايون همايون د جمعې په ورځ(د سلواغې۹) په خوست كې د يوې خبرې ناستې پرمهال د كورنيوچارو په وزارت او عدلي ارگانونو غږ وكړ، چې هغه موضوع په جدي ډول وڅېړي، چې په ښار كې د سرتېرو ترمنځ په شخړه كې د پوليسو يو ساتنمن د دندې پرمهال د نورو سرتېرو لخوا لومړی وهل شوى او بیا پرې ډزي شوي، چې له كبله يې نوموړى ټپي دى.
په خوست كې د مدني ټولنې فعال مالي خان يعقوبي هم دا عمل غندي او له چارواكو غوښتنه كوي، چې هرڅوک دي خپلې دندې او هم دي د نورو مسووليتونه وپېژني.
د دوى په خبره پرنوموړي پوليس؛ ځکه ډزې شوي، چې هغه په ښه ډول خپله دنده سرته رسوله.
د یادولو وړ ده، چې په زیاتو مواردو کي له پوليسو سره د لوړپوړيو چارواکو او نورو مسوولينو ستونزې له دې امله رامنځته كيږي، چې پوليس غواړي قانون په یو شان پر ټولو عملي کړي.