سیمه ییز خبرونه

په خوست كې د ښوونځيو لپاره له ښوونكيو آزموينه واخيستل شوه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د خوست پوهنې رياست له څلور سوه ځوانانو په دې موخه آزموينه واخيسته، چې د ښوونكيو په توگه پر دندو وگمارل شي.

د خوست د پوهنې رييس انجنير بخت نور بختيار وويل، چې په آزموينه كې څه نا څه څلورسوه ځوانانو گډون كړى، چې نږدې دوه سوه يې نجونې دي.

ده زياته كړه، چې له دې ډلې به يې يو سل و اتيا ځوانان د خوست په بېلابېلو سيمو كې د ښوونكيوپه توگه پر دندو وگمارل شي.

د ښاغلي بختيار په وينا، له مسلكي ښوونكيو سره به د زده كوونكيو په روزنه كې مثبت بدلون راشي.

د آزموينې گډونوال ځوانان او په تېره بيا نجونې خوشاله دي، چې كه پر دندو وگمارل شي يو به ورته كار پيداشوى وي او بله به د هغو نجونو ستونزې هم حل شي، چې د ښځينه ښوونكيو په نشتون كې ترې زده كړې پاتې كيدي.

د يادولو وړ ده، چې تر اوسه د خوست ولايت په ډېرو سيموکې ښوونکي د نوي درسي نصاب په تدريس کې څه ناڅه ستونزې لري؛ خو دا، چې پوه او مسلكي ښوونکي پر دندو وگمارل شي له برکته به يې د زده کوونکيو په پوهه کې هم ښه والى راشي.

Trending

Exit mobile version