سیمه ییز خبرونه
په خوست كې د ۱۶۰ مترو په اوږدوالي او اته مترو پلنوالي يو پل جوړيږي
د خوست ښار جنوب ختيځ لوري ته د شمل پرسيند د فارم باغ په سيمه كې د ۱۶۰ مترو په اوږدوالي يو پل جوړيږي، چې د پرانستې په مراسمو كې يې د خوست والي عبدالجبارنعيمي وويل:
د دغه پل د جوړيدو چارې به د اتلس مياشتو په اوږدو كې بشپړې شي او په جوړيدو به يې هم د سيمه والو ستونزې حل او په زرگونه كورنۍ به له خوست ښار سره وتړل شي او هم به هغوسوداگرو ته آسانتيارا منځته شي، چې له دې لارې گاونډ هېواد پاكستان ته خپل مالونه وليږدوي.
ښاغلي نعيمي دا اندېښنه هم څرگنده كړه، چې په مركز كې شوي قراردادونه په څو لاسونو خرڅيږي؛ ځكه، خو يې د كاركيفيت هم خراب وي.
د سيمې خلك وايي، چې تراوسه د پل د نشتوالي له كبله په زرگونه كورنۍ له گڼو ستونزو سره مخ دي؛ ځكه، چې د سيند په بله غاړه كې نه روغتون شته، نه ښوونځي او نه هم د ژوند د لومړنيو اړتياوو د پوره كولو لپاره بازار او ښارگوټى.
د دوى په وينا، د سيلابونو په وخت كې هم ناروغان ژوند له لاسه وركوي.
د خوست د ټولگټو چارو مسوولين وايي، چې اوس هم د خوست په ځينو نورو سيمو كې د پلونو جوړولو ته ډېره اړتياده؛ ځكه دلته تالانده او تېز بارانونه كيږي او سيلابونه يې لارې بندوي، چې ولس ته ستونزې او د سوداگريزو توكو په وړلو او راوړلو كې خنډونه جوړوي.
څو ورځې وړاندې هم سيلابونو د خوست په بېلابېلو سيمو كې له شل ډېر داسې كسان مړه كړل، چې يا ښار او ياهم كورونو ته په لار ول.