سیمه ییز خبرونه

په خوست كې مجاهدينو شورا د ولسمشرۍ ټاكنو ته چمتوالى وښود

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د خوست ولايت اوسيدونكي وايي، چې:

په هر ډول شرايطو کې ‌‌به په راتلونكيو ټاکنو کې گډون وکړو.

گڼو قومي مشرانو د دوشنبې په ورځ(د كب۷) په يوه غونډه كې د ټولټاکنو د خپلواک کميسيون د مشر فضل احمد معنوي هغه څرگندونې وغندلې، چې په کابل کې يې د يوې غونډې پرمهال خبرداری ورکړ، چې په ناامنه سيمو کي به د رايي اچوني صندوقونه كينښودل شي.

په خوست كې د مجاهدينو شورا مشر عبدالوالي دا پرېکړه د معنوي شخصي نظر بولي او زياتوي، چې:

موږ به ضرور د خپلې خوښې کانديد ته رايي ورکوي.

د خوست مشران وايي، چې:

سر له اوسه دا ډول خبرې د ټاكنو مشروعيت او روڼوالى ترسوال لاندې روالي.

گڼو مشرانو وويل، چې:

د خوست د هرې سيمې اوسيدونكي به په هر ډول شرايطو کې د ولسمشرۍ په راتلونكيو ټاکنو كې برخه واخلي.

د خوست امنيه قوماندان جنرال عبدالقيوم باقي زوى وايي:

د خوست د ټول ولايت پر وضعه کنټرول لرو او ډاډمن يو، چې د خوست په ټولو ولسواليو کې به د ټاکنو کلک امنيت ونيول شي.

د خوست مشران وايي:

په نا آرامه سيمو کې د ټاکنو د صندقونو نه ايښودل به د هېواد د يو شمېر هغو ولايتونو له خلکو سره ستره جفا وي، چې اوس يې په سيمو کې جنگونه دي او په يوه نه بله بڼه له ټاکنو څخه د هغوى د محروميدو هڅې کيږي او په دې توگه به د هېواد نميايي خلک له ټاکنو بې برخې شي.

Trending

Exit mobile version