سیمه ییز خبرونه

په بدخشان كې اويا پراختيايي پروژې پلې شوي- اديب

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د بدخشان سيمه ييز چارواكي وايي، چې:

په تېر يو كال كې د يو سل و پېنځلس ميليون دالرو په ارزښت اويا پراختيايي پروژې پلې شوي دي.

دغه چارواكي همدا راز زياتوي چې په راتلونكي كال كې يې هم حكومت ته د نولسو لويو بسټيزو پروګرامونو وړاندېز وركړى دى . خو د بدخشان اوسيدونكې دغه بنسټيزو پروژې د خپلو اړتيو په پرتله كمې بولي .

د بدخشان والي شاه ولي الله اديب وايي، چې:

تېر يو كال په بېلابېلو برخو كې شاوخوا اويا پراختيايي پروژې پلې شوي،  چې يو شمېر مرستندويه هېوادونو په ځانگړي توگه المان هم د دغه پروژو يوه برخه تمويل كړې وه .

دوى زياتوي، چې:

تېر كال دولت د دغه ولايت د سركونو د پخولو لپاره سل ميليون دالر ځانگړي كړي ول.

د بدخشان يو شمېر اوسيدونكي بيا سرټكوي، چې دولت د دغه ولايت په بېلابېلو برخو كې د پام وړ كار نه دى كړى.

بدخشان د هېواد يو له غرنيو ولايتونو څخه دى، چې له درې گاونډ هېوادونو سره پوله لري. ويل كيږي تر اوسه د دغه ولايت ډېرې ولسوالۍ سړكونه نه لري.

Trending

Exit mobile version