سیمه ییز خبرونه

په خوست كې يوه ځانمرگي نهه تنه ووژل او دوه نور يې ټيان كړل

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په خوست كې د چټك غبرگون د ځواكونو قوماندان سمونوال سردار وايي، چې:

ځانمرگى بريد نن شنبه(د كب۱۹) د يوولسو بجو په شاوخوا كې  د خوست ښار ختيځ ته د كونډيو په سيمه كې د كورونو مخې ته د افغان او نړيوالو ځواكونو پر گډه گزمه شوى، چې په كې اته ماشومان او يو پوليس وژل شوى او دوه ملكي وگړي ټپيان دي.

هغه وايي:

بريد د يوه پلې كس له خوا  په  كلي كې شوى، چې له همدې كبله يې قربانيان هم ماشومان دي.

د نوموړي په وينا، په پېښه نړيوالو ځواكونو ته زيان نه دى اوښتى.

د بريد مسووليت تراوسه چا په غاړه نه دى اخيستى.

Trending

Exit mobile version