سیمه ییز خبرونه

په خوست كې يو شمېر بنديان له قانوني چلن بې برخې دي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د خوست د استناف محكمې رييس د يوې خبري ناستې پرمهال څرگنده كړې، چې په خوست كې له ځينو بنديانو سره د قانون خلاف عمل كيږي.

دى وايي:

د قانون له مخې بايد په يوه مياشت كې دوسيې خلاصې شي؛ خو داسې بنديان شته، چې پر بند يې نږدې دوه كاله تېرشوي او پر دوسيو يې غورنه دى شوى.

د خوست د ملي امنيت اختصاصي څارنوال هم دا ستونزې مني؛ خو وايي، چې لامل يې د بنديانو د ضامن نه شتون دى.

د خوست د استناف محكمې رييس قضاوت وال عبدالطواف د يوې خبري ناستې پرمهال وويل، چې:

د خوست په زندان كې يو شمېر داسې كسان د بند شپې او ورځې تېروي، چې موده يې پوره شوې؛ خو اوس هم په بند كې پراته دي.

نوموړي د دا ډول يو شمېر بنديانو نومونه هم په ډاگه كړل.

هغه وويل، په دې كې داسې بنديان هم شته، چې نږدې دوه كاله وړاندې بندي شوي؛ خود دې په ځاى، چې په يوه مياشت كې يې پر دوسيه غورشوى وي، په نږدې دوه كلونو كې يې هم دوسيه محكمې ته نه ده ليږل شوې.

د خوست د محبس مسوول روح الله كريمي وايي، چې:

كه د بنديانو دوسيې پخپل وخت ونه څېړل شي؛ اړ يو، چې خپل قانون پلى كړو.

د يادونې وړ ولوده، چې اوس مهال د خوست په زندان كې  نږدې پېنځه سوه داسې كسان د بند شپې او ورځې تېروي، چې په بېلابېلو سياسي، جنايي او نورو جرمونو نيول شوي دي.

Trending

Exit mobile version