پرمختګ او بشپړتیا
په خوست كې په نشه د روږدو شمېر ورځ تربلې ډيريږي
په خوست کې حکومتي چارواکو، ديني عالمانو، قومي مشرانو او ځوانانو د نشه يي توکو پر زيانونو او د مخنيوي پر لارو چارو خبرې وکړې.
د خوست له نشه يي توکو سره د مبارزې رياست سرپرست په دېغونډه کې له ديني عالمانو او قومي مشرانو وغوښتل چې په شرعي لحاظ د نشه يې توکو زيانونه په ډاګه او په قومي جوړښتونو کې يې د مخنيوي هڅې وکړي.
د خوست نشه يي توکو سره د مبارزې رياست سرپرست نجىالرحمن همدرد وايي، په دې ولايت کې د نشه يي توکو کرکيله صفر ده؛ خو کاروليې ورځ تر بلې په ډېرېدو دي.
د خوست د ګربزو قومي مشرمقبول خان د قومي جوړښت له مخې پرېکړه کړي چې د نشه يي توکو پلورونکي او کاروونکي به نغدي جريمه کوي.
د اسماعيل خېلو ولسوالۍ قومي مشر وزیرخان په دې نظر دی، تر هغې چې حکومت د نشه يي توکو د کاروبار مخه ونه نيسي، نوره مبارزه يې بې اغېزې ده.
ديني عالم مفتي ګلمحمد د نشه يي توکو کارول حرام بولي او له کورنيو غواړي چې خپل ځوانان له نشو راوګرځوي.
که څه هم له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د هېواد په کچه ميليونونه ډالر لګول شوي؛ خو په تېرو څوارلس کلونو کې دلته د نشه يي توکو پر خلاف هغسې مبارزه نه ده شوي، څومره چې ورته اړتيا ده.
خبریال: فريدالله ظاهر