تازه خبرونه
په خوست كې چاودنې درې تـنو ته مرګ ژوبله اړولې
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د ۲۰۳ تندر قل اردو د لومړۍ لوا ویاند جګړن عبدالله وایي چې نن له غرمې وروسته د خوست ښار په لوديځ كې د ګرديز – خوست په لار د ماین په چاودنه کې د ملي اردو دوه تنه سرتیري له ژوند څخه بې برخې او یو تن پټي شو.
له بلې خوا د خوست د عامې روغتیا رییس داکټر هدایت الله وایي چې د دې پیښې په تړاو د خوست ولایتې روغتون ته درې مړي او دوه ټپیان وروړل شوي.
په ورته وخت کې د خوست د پولیسو د قوماندانۍ امر د پیښې په پخلي سره وايي؛ چاودیدونکي توکي د سړک په غاړه په یوه ګلدانۍ کې ځای په ځای شوي وو او د چاودنې هدف هم د ملي اردو موټر و.
د پیښې عینې شاهدان وایي چې د مرګ ژوبلې شمېره ښایي تر دې ډیره وي.