سیمه ییز خبرونه
په خوست ولايت كې د زعفرانو كروندگرد بازار موندنې هڅې غواړي
په خوست ولايت كې د زعفرانو كروندگر وايي، چې:
د بازار نشتوالي د زعفرانو كښتونه له ناكامۍ سره مخامخ كړي او د پرمختگ او پراختيا لپاره كافي امكانات نه دي را كړ شوي.
كروندگردا هم وايي، چې:
د د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو كې د زعفرانو قوريې جوړې شوي، خو په دې برخه كې روزنه نه وركول كيږي او نه هم د خرڅلاو لپاره ماركيټ لرو.
دوى زياتوي:
د يوكال په اوږدو كې يوازې شپږ زره افغانۍ راكړشوي، چې د دې كارلپاره كافي نه دي.
د خوست د كرنې سرپرست ريس نورشهباز د خوست ولايت د زعفرانو د كروندگرو ستونزې په ځاى بولي او وايي، چې:
د زعفرانو د كر په اړه څه نا څه سل زره افغانۍ دې ولايت ته راليږل شوي، چې د اړتيا له مخې پرې لگول شوې دي.
د كرنې رياست مسوولين دغه راز په خوست كې د زعفرانو لپاره د ماركېټ د نشتوالي او روزنې ستونزه هم مني، خو وايي:
اوس مهال د كرنې په رياست كې د زعفرانو د پراختيا لپاره روزنيز وركشاپ روان دي، خو د كروندگرو په ځاى يې گډونوال د رياست مامورين دي.
څوكاله كيږي، چې د هېواد د نورو سيمو په شان په خوست كې هم زعفران كرل كيږي. هغه مهال د خوست د كرنې رياست مسوولينو ويل، چې په هرات او خوست ولايتونو كې د زعفرانو كښت ښه نتيجه وركړې اوهڅه به وشي، چې دا لړۍ پر مركز او ولسواليو سربېره نورو سيمو ته هم وغزول شي.