سیمه ییز خبرونه
په خوست ولايت كې د پېنځه دولتي ودانۍ جوړې او گټې اخيستنې ته وسپارل شوې
په خوست ولايت كې د څه كم دېرش ميليون افغانيو پر لگښت پېنځه دولتي ادارو ته نوې ودانۍ جوړې او گټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د دغو ودانيو په جوړولو يو كال تېرشوى او بوديجه يې د اړوند وزارتونو لخوا وركړ شوې ده.
دا ودانۍ د ښار لوديځ لوري ته په هغه سل جريب دولتي اداري كمپليكس كې جوړې شوي، چې د خوست ټولو څلورڅلوېښت دولتي دارو ته څوكاله وړاندې ځانگړې شوي او هغه مهال په كې د درې اعشاريه څلورميليون دالرو پر لگښت لس ودانۍ جوړې شوې وې.
په دْ كمپلكس كې اوس د اطلاعات او فرهنگ، اقتصاد او كانونو رياستونه او د احصايې امريت او د مخابراتو رياست لپاره د پوسته خانې ودانۍ جوړې شوې.
د دوشنبې په ورځ د ودانيو د پرانستلو په موخه په دغه اداري كمپليكس كې جشن نيول شوي و، چې د خوست د هرې سيمې مشرانو، ولسوالانو او گڼو ځوانانو په كې گډون كړى و.
په دغو مراسمو كې د خوست والي عبدالجبارنعيمي وويل، چې:
د هرې يوې ودانۍ لگښت د اړوند وزارت لخوا وركړ شوى او د ټولو ودانيو چارې د څه كم دېرش ميليون افغانيو پر لگښت د يو كال په موده كې بشپړې شوې دي.
دغه رياستونه، چې نوې ودانۍ ورته جوړې شوې، تراوسه يې خپلې دولتي چارې د ښار په كرايي كورونوكې پرمخ وړې او مسوولينو يې شكايتونه هم لرل، خو اوس وايي، چې د دې ودانيو په جوړيدو تر ډېره بريده ستونزې اوارې شوې، خو دا به وروسته معلومه شي، چې په نويو دفترونو كې به دوى څومره د ولس د ستونزو په اوارولو برلاسي شي.