سیمه ییز خبرونه
په خوست ولايت كې عدلي، كشفي او امنيتي ارگانونو د همغږۍ غوښتنه وكړه
د خوست څارنوالۍ مسوولين وايي، چې:
په قضايي برخه كې به تر هغې د ولس ستونزې حل نه شي، چې عدلي، كشفي او امنيتي ارگانونه سره په يوه خوله نه شي.
د خوست په مرافعه څارنوالۍ كې د جمعې په ورځ(د وږي۱۵) د امنيتي او عدلي ارگانونو ترمنځ په دې موخه ناسته و شوه، چې په راتلونکې کې به په گډه د تورنو كسانو پردوسيو داسې ډول كار كوي، چې هيچاته په كې د پيسو يا رشوت اخيستو چانس برابرنه شي؛ ځكه، چې په دوسيو كې د ستونزو او نيمگړتياوو شتون اداري فساد ته لار برابروي.
د خوست د مرافعې څارنوال محمد شعيب ثابت وويل، چې د مجرمينو يا تورونو كسانو د دوسيو له ښه تنظيم سره به د اداري فساد مخه ونيول شي او هم به په کارونو کې چټکتيا راشي.
د غونډې گډونوال څارنوال عبدالمهيمين ساپي وويل، چې د تورنو كسانو په دوسيو كې د نورو ارگانونو غلطۍ د دې لامل كيږي، چې ډېر وخت د مجرم او بي گناه توپير يا هيڅ كيږي نه او يا هم په سختۍ كيږي، خو كه د عدلي، كشفي او امنيتي مسوولينو تر منځ په رښتيا همغږي راشي؛ نو ډېرې ستونزې به اوارې شي.
څو ورځې وړاندې په خوست كې د يو تن د علني محكمې پرمهال د څارنوال په دوسيه كې له يو احتطاف كوونكي سره د هغه د څو نورو ملگرو نومونه هم ياديدل؛ خو په محكمه كې له يو پر ته نور تورن تر سترگو نه شول.
دا ډول كړنې په دوسيو كې د ستونزو او نيمگړتياوو ښه ثبوت كيداى شي؛ ځكه د هېواد په كچه له عدلي او قضايي ارگانو ډول ډول شکايتونه کيږي، خو د دغو ارگانونو چارواکي دا تورونه بي ځايه او ځانونه سپين بولي.