سیمه ییز خبرونه

په خوست ولايت كې پرله پسې سېلابونو دولس كسان وژلي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

له تېرو څو ورځو راپديخوا د خوست په ځينو سيمو كې تالانده او بارانونه وريږي، چې د سر پر زيان سربېره يې په سلگونو جريبه كرنيزې ځمكې او گڼ شمېر څاروي هم وړي دي.

د ا څو ومه ورځ ده، چې د خوست په بېلابېلو سميو كې له تالانده او باران وروسته سېلابونه راوځي او له لامله يې خلكو ته زيان رسيږي.

د خوست ولايت د كليو او پراختيارياست مسوولين وايي، چې:

په سپېره او دوه منده ولسواليو كې د سيمې څو تنه اوسيدونكي له باران وروسته سېلابونو وړي او مړه شوي دي او د دې ترڅنگ د سېلابونو له لامله په مندوزيو او موسى خېلو ولسوالۍ كې له شپږ ډېر كسان ژوبل شوي هم دي.

چارواكي وايي، چې په يادو او نور سيمو كې گڼ شمېرڅاروي هم مړه شوي او پرسلگونه جريبه ځمكه ولاړ فصلونه هم  اوبو لاندې كړي او ځمكې په شاړو بدلې شوي دي.

سېمه وال وايي، چې:

راوتلې سېلابونه دومره زورور ول، چې په تېرو څو کالونو کې يې سارى نه دى ليدل شوى.

بل خوا د خوست امنيه كوماندان سردارمحمد ځاځى وايي، چې:

د سېلابونو له راوتو سره سم يې ځينو سيمو ته پوليسو ليږلي او په سېلاب کې راگير ديارلس کسان يې ژغورلي دي.

د يادونې وړ ده، چې خوست د هېواد له هغو ولايتونو څخه دی، چې ډېرې کرنيزې ځمکې يې په باراني اوبو خړوبيږي، خو اوس سېلابونو د خړبيدو پر ځای کرنيزې ځمکې او انسان هم له ځانه سره وړي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Trending

Exit mobile version