سیمه ییز خبرونه

په خوست ولايت كې ځانمرگي بريد مرگ ژوبله اړولې ده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ځايي امنيتي چارواكي وايي، چې بريد د ناټو ځواكونو د اډې په دروازه كې شوى او له امله يې درې ملكي كسان وژل شوي او اوه نور ټپيان دي، خو تر اوسه د مرگ ژوبلې كره شمېره نه ده معلومه ځكه، چې د پېـښې ځاى د بهرنيو ځواكونو لخوا كلا بند دى.

د موټر بم ځانمرگى بريد د چارشنبې په ورځ ( د مرغومي ۶ ) نږدې اته بجې د خوست ښار ختيځ ته د بهرنيو ځواكونو د اډې په دروازه كې شوى، چاودنه دومره زوره وره وه، چې په ډېرو لرو سيمو كې يې آواز اورېدل شوى او د ورڅېرمه كليو په گڼو كورونو يې د كړكيو شيشې هم ماتې شوې دي.

كه څه هم د رپوټ تر ليكلو پورې د مرگ ژوبلې په اړه كره معلومات نه دي وركړل شوي خو په بگرام كې د بهرنيو ځواكونو له مطبوعاتي دفتر نه په لېږل شوي ټيليفوني پېغام كې د درو افغانانو د وژل كېدو او اوو  نورو د ټپي كېدو خبر وركړل شوى دى.

وېل كېږي، چې مرگ ژوبله هغو افغان كاركوونكو ته رسېدلې، چې په دې اډه كې له بهرنيو ځواكونو سره كاركوي.

د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالقيوم باقي زوى هم مني، چې د پېښې ډېرى قربانيان همدا كسان دي، خو له بهرنيو ځواكونو سره همكار يو افغان سرتېرى هم پكې وژل شوى دى.

خبريالانو هڅه وكړه، چې سيمې ته ورشي او د پېښې له ځايه تصويرونه واخلي خو لارې بندې وې او په هوا كې د ناټو هليكوپټر گرځېدل، خو د ښار په ملكي او شخصي روغتونونو كې مو د ولسي خلكو دوه مړي او درې ټپيان وليدل.

وسله والو طالبانو د دې بريد مسئولېت پرغاړه اخيستى.

د يادونې وړ ده، چې دا اډه د خوست په زاړه هوايي ډگر كې ده او څو كاله وړاندې يې په داخل كې يوه ځانمرگي د سي اى اې يو شمېر كاركوونكي هم وژلي وو.

Trending

Exit mobile version