لوبی

په خوست ولايت کې د زون په کچه د ولايتونو د منتخبو لوبډلو د فوتبال سيالۍ پيل شوې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د خوست ولايت د زون په کچه د ولايتونو د منتخبو لوبډلو د فوتبال سيالۍ پيل او څو مياشتې به دوام وكړي.

په دې سياليو كې د خوست مندوزيو ولسوالۍ لوبډلې پكتيا ته په دوه گولونو ماته وركړه.

د فوتبال دغه سيالۍ د خوست ولايت د اسماعيل خېلو ولسوالۍ اړوند په زيړۍ ترخه كې د هېوادپال ځواك د ورزشي څانگې لخوا جوړې شوې دي.

د سياليو برابرونكي وايي، چې دا به نږدې دوه مياشتې روانې وي او د خوست د فوتبال لوبډلو ترڅنگ به په كې د پكتيا، غزني او كوزې پښتونخوا لوبډلې هم گډون وكړي.

د سياليو په پيل كې د خوست مندوزيو ولسوالۍ او د پكتيا افغان كلب لوبډلو ترمنځ لوبه وشوه، د لوبې په لړ كې مندوزيو لوبډلې افغان كلب ته دوه گوله وركړل؛ خو افغان كلب د كوم گول په وهلو ونه توانيد، ځكه لوبه د مندزيو ولسوالۍ د فوتبيال لوبډلې په گټه پاى ته ورسيده.

پدې پسې به دوه نورې لوبډلې په خپلو كې سيالي كوي.

د دغو سياليو له جوړيدو موخه ځوانانو ته د سالم مصروفيت پيداكول او په فوتبال كې د لوبغاړيو د استعدادونو غوړيدل په گوته شوي، چې په كې د يوې سيمې لوبغاړي د نورو سيمو له تجربو گټه پورته کوي.

Trending

Exit mobile version