تازه خبرونه

په خوست ولايت کې د سوداگریزو توکو د قاچاق مخه نيول شوې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د پاکستان له لوري د غلام خان بندرله تړل کيدو وروسته خوست ته سوداگريز توکي په نارسمي لارو راوړل کيږي.

په دغو لارو د توکو لیږد يو شمېر کسانو ته زمينه برابره کړي، چې په ولسواليو کې گدامونه جوړ کړي او له محصول پرته ښار ته سوداگريزتوکي دننه کړي.

د خوست گمرک رييس محمد هاشم سنگر نيازى وايي، د دې کار په وړاندې جدي غبرگون رامنځته شوی دی.

هغه آريانا نيوز ته وويل، په علي شېرو ولسوالۍ کې گمرکي پوسته فعاله او د سوداگريزو توکو د قاچاق مخه هم نيول شوې ده.

د خوست گمرک رييس زياتوي، د دې پوستې له فعالو سره له محصول پرته ښار ته سوداگريز توکي نشي دننه کيدى او له همدې کبله د تېرو مياشتو په پرتله په عقرب مياشت کې عوايد ٩ ميليون افغانۍ لوړ شوې دي.

د خوست يو سوداگر حاجي عزیز انديښنه څرگندوي، چې په ولسواليو کې گدامونو او له محصول پرته ښار ته د سوداگریزو توکو رالیږد، دوى ته زيان اړولى.

د خوست گمرک اداره وايي، د غلام خان لارې تړل کيدو دوى ته ستر زيان اړولى او په وينا يې، که دا لار نه وى تړل شوي، نو دوى به هره مياشت يو سل و پنځوس ميليون افغانۍ عوايد لرلى.

خبریال: فريدالله ظاهر.

Trending

Exit mobile version