تازه خبرونه

په خوست ولایت کې د افغانستان او پاکستان د سرحدي ځواکونو جګړه پای ته ورسېده

دغه وزارت د رسمي پولو د ساتلو په موخه د هېواد صفري نقطې، چې د ډیورنډ د فرضي کرښې په ګډون یې له ایران او ترکمنستان سره ګډې پولې ارزولي دي.

Published

on

د خوست ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د اسلامي امارت د سرحدي ځواکونو او پاکستانيو ځواکونو ترمنځ شخړه د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د امنیتي کمیټې پر منځګړتوب حل شوه.

دغه راز د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت چارواکو ويلي، چې په سرحدونو کې د نښو د نويو کولو د کار يوه لويه برخه یې بشپړه کړې ده. په تېر کال کې دغه وزارت ۳۰۴ لویې شخړې او ۵۲۵ د کوچنیو دښمنیو پېښې حل کړي، چې په پایله کې یې سلګونه کسانو ته مرګ او ژوبله او د میلیونونو افغانیو مالي زیانونه اوښتي دي.

د دغه وزارت چارواکو ويلي؛ د سرحدونو ساتنه د دغه وزارت له لومړیتوبونو څخه ده او په تېر یو کال کې په دې اړه جدي هڅې ترسره شوې دي.

دغه وزارت د رسمي پولو د ساتلو په موخه د هېواد صفري نقطې، چې د ډیورنډ د فرضي کرښې په ګډون یې له ایران او ترکمنستان سره ګډې پولې ارزولي دي.

دغه راز په تېر کال کې دغه وزارت له اړوند څانګو سره د ۷۰۰ چاپېریالي ستونزې اړوند ادارو ته وړاندې کړي او په دې برخه کې یې ۴۰۰ پروژې پلې کړې دي.

دغه وزارت د هېواد په ۸ ولایتونو کې د کرنې، نفوسو، مساحت، پراختیا او مالدارۍ په برخو کې څېړنې کړي او تر اوسه څه باندې ۷ زره کسان د دغه وزارت په اړوند عالي لېسو کې زده‌کړې کوي.

دغه وزارت له یو شمېر کوچیانو کورنیو سره نغدي مرسته کړې او د کوچیانو د درملنې لپاره یې په ټول هېواد کې ۱۰۰ ګرځند روغتیايي ډلې، ۱۱ کلینیکونه او د څارویو د درملنې ۶۰ مرکزونه جوړ کړي دي.

Trending

Exit mobile version