تازه خبرونه

په خوست ولایت کې یو ډله‌ییز قبر وموندل شو

Published

on

د خوست ولایت ښاروالۍ په دې ولایت کې شیخ زاید پوهنتون ته نږدې د یو ډله‌ییز قبر له موندلو خبر ورکړی، چې لږ تر لږه په کې ۱۰۰ مړي ښخ شوي دي.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د دوشنبې پر ورځ ( د سلواغې پر درویشتمه ) دغه ډله‌ییز قبر د څلبني په اړوند سیمه کې د اوبو د زېرمه کولو لپاره د یو بند د کېندنې پر مهال موندل شوی دی.

د ښاروالۍ د څرګندونو له مخې؛ دا کسان له خپلو جامو سره تر خاورو لاندې شوي، چې ښځې او ماشومان هم په کې دي.

د دې کسانو پېژندګلوي او د وژنې نېټه تر دې دمه په ډاګه شوې نه‌ده؛ خو ویل کیږي، چې يوې کمیټې په دې اړه خپلې څېړنې پيل کړې دي.

له دې مخکې هم د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ډله‌ییز قبرونه موندل شوي دي.

Trending

Exit mobile version