سیمه ییز خبرونه

په خوست ښار كې درې دولتي ودانۍ گټې اخيستنې ته وسپارل شوې

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د خوست ښار په آزادۍ مېنه کې د جمعې په ورځ(د غويى۲۷) دوه د ښوونځيو او يوه د څارنوالۍ ودانۍ پرانستل شوې.

د دغو ودانيو د پرانيستلو په مراسمو كې  د خوست والي عبدالجبار نعيمي وويل، چې:

د ښوونځيو دغه ودانۍ، چې يوه يې د نجونو او بله يې د هلكانو ده، له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت پر هغو پيسو جوړې شوي، چې خوست ته يې د كوكنارو د نه كرلو په بدل كې وركوي.

دواړه ودانۍ په دوه پوړونو کې په پاخه او اساسي ډول پر دېرش جريبه ځمکه جوړې شوي او هره يوه  يې شل خونې لري، چې ٣٥ ميليون افغانۍ لگښت پرې راغلى دى.

د خوست د پوهنې رييس بختور بختيار دا ستره لاس ته راوړنه بولي؛ خو وايي، چې اوس هم  ډېر ښوونځي ودانۍ نه لري.

زده كوونكي وايي، چې تراوسه مو په آزاده هوا كې زده کړې كولې او له  گڼو ستونزو سره مخ وو.

همدا ډول په خوست کې د ملي امنيت رياست اړوند د څارنوالۍ لپاره هم نوې جوړه شوې ودانۍ گټې اخيستنې ته وسپارل شوه. دا وداني داووه ميليون افغانيو پر لگـښت په يوه منزل کې جوړه شوې، چې څلور دفتري خونې، د کنفرانسونو تالاراو نورې ټولې آسانتياوې لري.

د خوست ملي امنيت د څارنوالۍ ادارې مسوولين وايي، چې:

تراوسه مو د ځاى د نشتوالي له كبله په امنيې قوماندانۍ کې خپلې چارې تر سره كولې، چې له گڼوستونزو سره مخ وو.

د دغو دانيو په جوړيدو نږدې يو كال وخت لگيدلى ، خو گڼو كسانو ته هم د كار زمينه برابره شوې وه.

Trending

Exit mobile version