پرمختګ او بشپړتیا
په خوست ښار کې د یوه لوړ منار د جوړيدو چارې پيل شوې
د خوښت ښار په لويديځه څنډه کې د کابل په عمومي لاره کې د يوه لوړ منار د جوړيدو چارې پيل شوې. د خوست والي حکم خان حبیبي وايي، دا منار٣٥ ميتره لوړوالى لري، چې د ښاروالۍ له لوري په څه ناڅه ۱۹ میلیون افغانیو جوړیږي.
د هغه په وینا؛ د دغه مناز د جوړیدو چارې به په لس مياشتو کې بشپړې شي.
هغه زیاتوي، د دې پروژې په لړ کې به د همدې سړک د ګلدانو او سړکونو دواړو غاړیو ته لښتي هم ورغول شي.
د خوست والي وايي، يوځانګړى مسلکي تيم جوړ شوى، چې د ښه کيفيت په موخه په ولايت کې د ټولو روانو پروژو له څرنګوالي څارنه وکړي.
د خوست ښاروال عبدالبصير محمدزى وايي، يو شمېر پانګوال هڅول شوي، چې د خوست ښار په بېلابېلو برخو کې څلورلاري او منارونه جوړ کړي.
د خوست ښاروالۍ مسوولينو د معلوماتو له مخې په روان کال کې د ٢٥٠ ميليون افغانيو پر لګښت د خوست ښار د سړکونو، ويالو او نورو برخو د رغولو چارې روانې دي.
خبریال: فريدالله ظاهر.