تازه خبرونه

په خوست ښار کې چاودنې ۱۰ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

(Last Updated On: زمری ۲۳, ۱۴۰۲)
د خوست ولایت امنیه قومندانۍ څرګنده کړې؛ نن له غرمې مخکې یوولس بجې د خوست ښار سپین جومات ته نږدې په یو هوټل کې چاودنه رامنځته شوي، چې له کبله یې په خوست کې میشتو څو وزیرستانيو کډوالو او خوست ښاریانو ته مرګ و ژوبله اوښتي ده.
 
د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د پېښې له ځایه درې مړي او اووه ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
د پېښې ځای ته امنیتي ځواکونه رسېدلي او د چاودنې د بڼې په اړه پلټنې روانې دي.
ویل کیږي، چې د ولایتي ادارې مشرتابه د ټپیانو د درملنې په اړه روغتیايي مسوولینو ته لازمې سپارښتنې کړې دي.

Trending

Exit mobile version