پرمختګ او بشپړتیا

په خوست کې بېوزلو ته د مهربانۍ دیوال جوړ شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په خوست کې يو شمېر مدني فعالانو د مهربانۍ ديوال جوړ كړ، چې له دې لارې به له بېوزلو خلكو سره  د کاليو او نورو اړینو توکو مرسته ترسره کيږي.

د خوست د يوه سيمه ييز تلويزيون په همکارۍ يو شمېر مدني فعالانو له بېوزلو او غريبو خلکو سره د مرستې له پاره دا حرکت پيل کړی.

د مهربانۍ ديوال جوړونكى رضوان مياخېل وایي، دلته يو شمېر کسان مرسته کوي او خپل د اغوست نا اړین توکي پرې پريږدي او نور،  چې اړتياورته لري؛ وړي یې ترې.

يو شمېر کسانو، چې له دې ځايه يې د اړتیا وړ شیان ترلاسه کړي؛ خوښ دي او له شتمنو غواړي، چې لاسنيوى یې وکړي.

د خوست مدني فعال نصيراحمد روښان او ژورنالیست محمد غفور مهدي له بېوزلو خلکو سره د مرستې دغسې هڅې يو په ځاى ګام بولي او وايي؛ له دې حرکتونو سره دولت ته هم يو پيغام را پورته کیږي، چې له غريبو خلکو سره مرسته وکړي.

د دې پروګرام موخه د بېوزله خلکو لاسنيوى او خلکو ته د دې پيغام ورکول دي، چې له يو بل سره همکاري وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې هم په خوست کې يو شمېر مدني فعالانو له شتمنو خلکو مرستې راټولې کړي او بيا يې پر بېوزلو خلکو او کورنيو وېشلي دي.  

خبریال: فريدالله ظاهر

Trending

Exit mobile version