تازه خبرونه
په خوست کې د شري ناروغي ډېره شوې ده
په خوست کې د شري ناروغۍ يو شمېر پېښې ليدل شوي، چې د تېرو څو کلونو په پرتله يې د اخته کسان شمېر ډېر دى.
د خوست ولایت روغتيايي چارواکي وايي، تر اوسه د خوست په مركز او ولسواليو كې د شري ناروغۍ ٥٠ پېښې ثبت شوي دي.
شرى يوه ساري ناروغي ده، چې له يوه انسان څخه بل ته لیږدي او زياتره ماشومان په دې ناروغۍ اخته کيږي.
د خوست د عامې روغتيا سرپرستداکتر هدايت الله حميدي وايي، چې تر اوسه د شري ناروغۍ ٢٠ مثبتې او ٣٠ تر شک لاندېپېښې لیدل شوي دي.
هغه وايي،د تېرو دوه ورځو راهيسې د خوست په مرکز او و لسواليو کې د شري ناروغۍ پر ضد پراخ کمپاين پيل شوى او٢٠٠ کاري ډلې کلي په کلي گرځي او له ٩ مياشتنیو څخه تر ٥ کلنو پورې ماشومانو ته د شري ناروغۍ ضد واکسين ورکول کیږي.
دخوست اوسيدونكي وايي، چې په دې ولايت كې روغتيايي خدمتونو ته د خلکو لاسرسى لږ شوى؛ خو روغتيايي چارواکي وايي، چې خوست ولايت ته د دوه سوه زره وزيرستانيو کډوالو راتگ د دې لامل شو، چې د خوست په روغتونونو کې گڼه گوڼه ډېره کړي.