تازه خبرونه
په خوست کې د نشه يي توکو د قاچاق او جنايي پېښو په تور ٩ کسان نيول شوي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د خوست امنيه قوماندان جنرال فيض الله غيرت وايي، له قاچاقچيانو سره ٢٠ کيلوګرامه چرس او يوه اندازه وسلې تر لاسه شوي دي.
نوموړى له خلکو غواړي، چې د نشه يي توکو د خرڅلاو،جنايي او تروريستيپېښو پر وخت پوليسو ته خبر ورکړي.
جنرال فيض الله غيرت وايي،له دغو نيول شويو کسانو، پېنځه ميله کلاشنکوف او يو راکت ترلاسه شوي دي.
نوموړى د دې ترڅنګ زياتوي، تېره اوونۍ يې پوليسو په عامو لارو کې ١٧ ځاى په ځاى شويو ماينونو ته چاودنې ورکړي او ٧ ماينونه يې ناکاره کړې دي.
د خوست امنیتی چارواکی په داسې حال کېد نسبي امنيت ډاډ ورکوي، چې اوس هم د موتر تښتوونې د غلاوو په اړه خبرونه ورکول کيږي.
خبریال: فريدالله ظاهر.