پرمختګ او بشپړتیا
په خوست کې د نيالګيو کینولو بهير پيل شو
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
دا پروګرام د كرنې رياست له خوا پيل شوى او ٤٥ زره نيالګي به پر خلکو ووېشل شي.
د خوست والي حکم خان حبيبي وايي، سږ کال په پلان کې دي، چې تر يو نيم ميليون زينتي او ميوه لرونکي نيالګي کینول شي.
د خوست والي له خلکو غواړي، چې د نويو نيالګيو د کینولو ترڅنګ د ځنګلونو وهلو مخه هم ونيسي؛ ځکه، چې دا ملي شتمني ورځ تر بلې د له منځه تللو په حال کې ده.
د خوست د كرنې رييس نيازمحمد لعلی وايي، بشپړ تياریو، چې د کینول شويو نيالګيو ساتنه او پالنه وکړو.
دا په داسې حال کې ده، چې هر کال په خوست کې لسګونه زره نوي نيالګې کینول کيږي؛ خو ډېر شمېر د نه پاملرنې او ساتنې له کبله وچيږي.
وبه ليدل شي، چې سږ کال د تازه نيالګيو ساتنې ته څومره پاملرنه رااوړي.
خبریال: فريدالله ظاهر