تازه خبرونه

په خوست کې د ځانګړیو پولیسو پر مرکز موتر بم برید شوی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۶, ۱۳۹۹)

د خوست امنیه قومندان داوود تره خېل ويلي، چې نن سهار د پولیسو د ځانګړيو ځواکونو مرکز ته څېرمه موتر بم چاودنه رامنځته او بیا برید کوونکي په مرکز کې دننه له اړوند ځواکونو سره په نښته کې ښکیل شول.

 کورنیو چارو وزارت پېښه منلې او څرګندوي، چې د #خوست ولایت د ځانګړیو پولیسو پر مرکز په موتر بم چاودنه او نښته کې د لومړنیو څرګندونو له مخې دوه کسان وژل شوي او ۲۵ نور د ۹  ملکي وګړیو په ګډون ټپیان دي.

نوموړي زیاته کړې ، چې مرکز ته د وردننه کیدو مخنیوی شوی دی.

د خوست والي ویاند طالب منګل ویلي، چې په خوست کې د پولیسو د ځانګړي قطعې پر دیوال د موتر بم چاودنه شوې ده.

هغه زیاته کړه، چې امنیتي ځواکونو د پیښې ځای ته نږدې یو بل موتر بم  شنډ او له منځه وړی دی.

که څه هم د خوست امنیه قومندان منلې، چې په پېښه کې ګڼشمیر امنیتي منسوبین ټپیان شوي؛ خو د ځاني زیان په اړه څه نه وایي.

طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.

Trending

Exit mobile version