تازه خبرونه

په خوست کې د څلور روغتیايي مرکزونو چارې بشپړې شوې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په خوست ښار کې د بېړنیو پېښو څانګه له ولایتي روغتون جلا جوړه شوې، چې ۱۴۸ زره دالر پرې لګښت راغلی او په ټولو روغتیایي وسایلو سمبال دی.

د خوست والي حکم خان حبیبي وایي، د دې ترڅنګ په علي شېرو ولسوالۍ کې د بېړنیو پېښو د یوې څانګې، د خوست په مرکز او تڼیو ولسوالۍ کې د کډوالو لپاره دوه کیلنکونه هم پرانیستل شول، چې په مجموعي ډول د دغو مرکزونو لګښت څلورسوه اته ویشت زره امریکایي دالر کیږي.

د خوست عامې روغتیا سرپرست ګل محمدالدین  محمدي وایي، ولایتي روغتون له ښاره ۷ کیلو میتره لرې او هلته ټپیان او د بېړنو پېښو ناروغان په وخت نه  رسیدل.

د خوست ولایتي شورا غړی قمرعلي لکڼوال وایي، دا مرکز به د لیرې پرتو سیمو ستونزه حل او په تڼیو او علي شېرو ولسوالیو کې به د خلکو لومړنۍ روغتیایي اړتیاوې پوره کړي.

که څه هم د خوست عامې روغتیا ریاست وایي، چې په ۱۲ ولسوالیو کې یې کلینیکونه فعال دي؛ خو د یو شمېر ولسوالیو او لیریو پرتو سیمو اوسیدونکي وایي، هیڅ راز روغتیایي خدمتونه  نه لري او په ځینو سیمو کې تش په نوم روغتیایي مرکزونه شته، چې داکتران او  درمل په کې نه پیدا کیږي.

خبریال: فریدالله ظاهر

Trending

Exit mobile version