پرمختګ او بشپړتیا

په خوست کې د کرکت لوبې يو شخصي معياري لوبغالى جوړ شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په خوست کې د کرکت لوبې یو شخصي معیاري لوبغالی د دوه کلونو په موده کې جوړ شوى دى.

د خوست د څلور پانگوالو له لوري پر دغه لوبغالي شاوخوا ٨ ميليونافغانۍ لگښت شوى، چې ټولې اړينې آسانتياوې لري.

د خوست ښار د کرکت لوبو دغه پراخ ډگر د ښار په جنوب لويديځه برخه کې پر١٥ جريبه ځمکه په اساسي توگه جوړ شوى دى.

د لوبغالي ځمکه د يوه ځايي پانگوال ده او څلور نورو پانگوالو پرشخصي لگښت جوړ كړى، چې شين چمن، د روزنې اکاډمي او نورې اړينې برخې لري.

د افغانستان د کرکت بورد استازي د دې لوبغالي په جوړيدو خوښي څرگندوي او وايي، له دې لوبغالي سره به خپلې مرستې روانې وساتي.

د خوست والي حکم خان حبيبي وايي، د کرکت لوبې د پرمختگ لپاره به له لوبغاړیو سره مرسته وکړي.

هغه له کرکت بورده غواړي، چې په دې ولايت کې د هېواد په کچه لوبې ترسره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د دې ترڅنگ د خوست ښار په شمال لويديځه څنډه کې د کرکت د هغه دولتي لوبغالي چارې هم تر سره کیدونکې دي، چې په ٢٥ جريبه ځمکه کې د آلمان هېواد د کابو ١٤سوه زره دالرو پر ارزښت جوړيږي.

خبریال:فريدالله ظاهر.

Trending

Exit mobile version