تازه خبرونه
په خوست کې سلګونه کسان د خیرات له خوړلو مسموم شول
باخترآژانس خبر ورکړی، چې د خوست ولايت په ځاځي ميدان ولسوالۍ کې ۲۵۰ کسان د خيرات له خوړلو مسموم شوي دي.
باختر آژانس د چارواکو د څرګندونو له مخې څرګنده کړې، چې مسموم شوي کسان د ځاځي ميدان، باک، صبريو او د خوست د ولسواليو روغتونونو ته ليږدول شوي دي.
امنيتي چارواکو ويلي، چې د پېښې په اړه يې پلټنې پيل کړې دي.