سیمه ییز خبرونه

په خوست کې له وزیر ستانیو کډوالو سره د مرستو لړۍ روانه ده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

خوست ولايت ته له وزيرستان څخه راغليو كډوالوته د مرستو په لړ كې بېلابېلو بنسټونو او سوداګرو د الباسې، خوراكي او نورو توكو مرسته وكړه.دامرستې يوځاى په خوست كې د مجاهدينو شورا لخوا وركړ شوې.

دغه راز د كډوالو په پنډغالي كې د كونړ ولايت اوسيدونكي او ملي سوداګر حبيب حسام لخوا پر كډوالوخيمې، اوړه ، غوړي او يوشمېرنور توکي وويشل شول.

محمدرسول عادل ګزارش ورکوي، چې كه څه هم دولت تر خپلې وسې خوست ته له وزيرستان څخهراغلیو کډوالو تهمرستې وېشلي او وېشي یې؛، خو ترڅنګ يې د شخصي مرستو لړۍ هم روانه ده.

په خوست كې ځايي خلك كلي په كلي ګرځي او كډوالوته خوراكي او نور توكي راټولي؛ خو داځل په خوست كې د مجاهدينو شورا او د كونړ ولايت اوسيدونكي حبيب حسام لخوا شوې مرسته تر ډېره د پام وړه ده.

د كډوالو اووه سوه کورنيو ته، دوه سوه خيمي، اوړه، غوړي، وريژي، د ګازو ډبې او يوشمېر نور توکي وركړ شول.

د وزيرستان د غه كډوال، چې د خوست ولايت د ګربزو ولسوالۍ په يوه دښته كې په ځانګړي شوي كمپ یا پنډغالي كې مېشت دي تر ډېره دغو مرستو ته خوښ دي؛ خو وايي، چې د روژې په رارسيدو به يې نورو مرستوته هم اړتيا ډېره شي.

که څه هم په خوست ولايت كې له وزيرستان څخه د راغليو کډوالو کره شمېره لا نده په ګوته شوې؛خو د ځايي مسوولينو په خبره، چې نږدې دولس زره کورنۍ د خوست بېلابېلوسيموته راغلي، چې ډېره برخه يې د ګربزو ولسوالۍ په هغه کمپ کې اوسيږي،چې د كډوالو لپاره ځانكړى شوى دى.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د ځرګندونو له مخې د دغو کډوالو شمېر ۶۵ زره کورنیو ته رسیږي.

Trending

Exit mobile version