تازه خبرونه

په خوست کې نامعلومو وسلوالو د یوې کورنۍ ۱۰ غړي وژلي

د خوست والي ویاند مستغفر ګربز آریانا نیوز ته ویلي، چې دا پېښه د سې‌شنبې پر شپه د سلواغې نهمه د علیشیرو ولسوالۍ په بوخانه کلي کې رامنځته شوې ده.

Published

on

د خوست سیمه‌ییزو چارواکو ويلي، چې نامعلومو وسلوالو په دې ولایت کې د یوې کورنۍ ۱۰ غړي وژلي ، چې ښځې او ماشومان هم په کې دي.

د خوست والي ویاند مستغفر ګربز آریانا نیوز ته ویلي، چې دا پېښه د سې‌شنبې پر شپه د سلواغې نهمه د علیشیرو ولسوالۍ په بوخانه کلي کې رامنځته شوې ده.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، دا کسان پر ډزو وژل شوي دي.

مستغفر ګربز زیاته کړې، چې د پېښې په تړاو امنیتي ځواکونو دوه کسان نیولي دي.

ګربز وایي: “له څېړنو وروسته نیول شوي کسان به عدلي او قضايي چارواکو ته وسپارل شي.”

د کورنۍ خپلوانو سیمه‌ییزو رسنیو ته ویلي، چې په ډزو کې یوه امیندواره میرمن هم وژل شوي، چې د یوې میرمنې په ګيډه کې درې ماشومان ول.

د پېښې عیني شاهدانو ویلي، چې د کورنۍ ټول غړي وژل شوي او یوازې یو ماشوم ژوندی پاتې دي.

سرچینو رسنیو ته ویلي، چې په وژل شویو کې درې ښځې هم دي.

د دې وژنې انګېزه تر دې دمه معلومه ضشوې نده.

د ټولنیزو رسنیو کاروونکو له اسلامي امارت څخه د قاتلینو د مجازاتو غوښتنه کړې ده.

تر اوسه پورې د دې قتل د انګېزې په اړه څه ویل شوي ندي.

Trending

Exit mobile version